درې تنه ډار اچوونکي ووژل شول
کابل باختر د وري دمياشتې ٢ :
دغبار_٧ دعملياتو په دوام درې تنه ووژل شول او څلور تنه نور يې ټپيان شول.
د٢٠١ سيلاب قول اردو مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
دغبار_ ٧ په نامه محاربوي او چاڼيزعمليات چې دنورو امنيتي ځواکونوپه ګډون دکاپيساولايت دتګاب ولسوالۍ په جنوب اوشمال سيمو کې پخوا پيل شوي و په نتيجه کې درې تنه ډار اچوونکي ووژل شول او څلور تنه نور ټپيان شول.
دغبار_ ٧ عمليات دډار اچوونکوله شتون څخه ددغو سيمو دپاکولو په مقصد په برياليتوب سره دوام لري .