کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ٢٤
د ملي امنيت د لوى رياست موظفينو درې تنه ډار اچوونکي په بغلان ولايت کې ونيول.
د ملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
عبدالمنان، سميع الله او يارمحمد چې د بغلان ولايت د دوشي ولسوالۍ په مربوطاتوکې د تروريستي، ورانکارو فعاليتونو، کمين نيولو او د خلکو په ځورونې بوخت وو؛ د ملي امنيت د لوى رياست د موظفينو له خوا ونيول شول.
6 د یوې دقیقې څخه لږ