امنیت

درې تنه ډار اچوونکي دکونړ په دانګام کې ووژل شول

کابل باختر د غبرګولي يو ديرشمه :
دکونړ ولايت  د دانګام ولسوالۍ په مربوطاتو کې په يوه وسله واله نښته کې  دوسله والو طالبانو دډلې ديو قوماندان په ګډون درې تنه ډار اچوونکي ووژل شول .   پرون  دکونړ ولايت  ددانګام ولسوالۍ په مټي کنډو په ساحه کې  د امنيتي او دفاعي ځواکونو او ډار اچوونکي ترمنځ وسله واله نښته  وشوه  چې له امله يې  دسيف الله په نامه دوسله والو طالبانو دډلې ديو قوماندان په ګډون درې تنه ډار اچوونکي ووژل شول . او پنځه تنه نور ټپيان شول .
  ديو بل خبرله مخې،  په ننګرهار ولايت کې  د ډار اچوونکو پرخلاف عمليات  دوام لري . او په وروستيو انکشافاتو کې  په تيرو څليرويشتو ساعتو کې د تورې بورې په ساحه کې دچاڼيزو عملياتو په بهير کې  دننګرهار ولايت  د پچير او اګام ولسوالۍ د داعش  دتروريستي ډلې  له شتون څخه پاکه شوې ده او دوه تنه مشکوک کسان نيول شوي دي او ددښمن  څلور ميله سپکه وسله او درې لاسي بمونه په عملياتو کې دشاملو ځواکونولاس ته ورغلي دي
دغه راز  دوسايطو ضد درې ماينونه دننګرهار ولايت د خوږياڼى ولسوالۍ دمملې  باغ په ساحه کې  له چاودنې مخکې کشف او شنډ کړى شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته