امنیت

درې تنه ډاراچوونکي په لغمان کې د هوايي بريد له امله ټپيان شول

کابل باختردچنګاښ دمياشتې ٢٦نيټه :  
درې تنه ډار اچوونکي تېره شپه د لغمان ولايت په مربوطاتو کې دافغان ځواکونو         په هوايي بريد کې ټپيان  شول.    
امنيتي او دفاعي ځواکونو دهوايي قوتونو په  ملاتړ د لغمان ولايت د اليشنګ  او دولت شاهي په ولسواليو کې د ډار اچوونکو دله منځه وړلو په خاطر عمليات ترسره کړل چې له امله يې  درې تنه ډار اچوونکي  په په دولت شاهي ولسوالۍ کې  په هوايي بريد کې ټپيان شول او د دغو ځواکونو په ځکمنيو عملياتو کې د موره، 
نشادخانه کلي د وسله والو ډار اچوونکو له شتون څخه پاک شول.
دغه راز د امنيتي ځواکونو په نورو عملياتو کې چې د دغه ولايت د اليشنګ ولسوالۍ په مربوطاتوکې يې ترسره کړل، له  امله يې د بادين خيلو، ګنجون، انارباغ ، شکرمان ، کرنجاوه، نورلام ، موسی خيلو، د زاړه اليشنګ لمنه، قلعچه پيره، شمه خيلو، فيروزخيلو او ديوه کلي د وسله والو ډار اچوونکو له شتون څخه پاک شوي او يوشمېر وسلې او مهمات هم د امنيتي ځواکونولاسته ورغلي دي.
ديوبل خبرله مخې:
امنيتي او دفاعي ځواکونو دينګګ، الياس خيلو، ديوانه خيلو، غرو او شوخي کلي پاک کړل او تروريستي فعاليتونو د ترسره کولو په تور څلور تنه يې ونيول.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته