امنیت

درې تنه ځانمرګې بريد کوونکي ونيول شول .

کابل – باختر دتلې دمياشتې ١٣
امنيتي مامورينو تيره شپه درې تنه ځانمرګې بريدکوونکي له دوو تنونوروکسانو سره دبدخشان دکشم ولسوالۍ ته  له څيرمې سيمې څخه ونيول.
دبدخشان دملي امنيت درياست يو خبرځاى باختر آژانس ته وويل :  درې تنه ځانمرګې بريد کوونکي له يو موټر سره چې  چاوديدونکې توکو  پکې ځاي پرځاى شوي و د دغه رياست دموظفينو له خوا ونيول شول او تر پوښتنې لاندې دي .
دبدخشان ولايت ويندوى عبدالمعرف راسخ وايي  له دغو ځانمرګو بريدکوونکو څخه دوه توغندي ،يوه تومانچه او درې ځانمرګي واسکتونه دامنيتي ځواکونو لاسته  وراغلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته