درې تنه پوليسان په لوګرکې شهيدان شول

کابل باختر د لړم لسمه :
په لوګر ولايت کې نن سهار په سړک کې د ښخ کړى شوي ماين د چاودنې له امله درې تنه پوليسان شهيدان شول .
د لوګر ولايت ويندوى دين محمد درويش د باخترآژانس خبريال ته وويل: دغه چاودنه په برکي برک ولسوالۍ پورې اړوند د شير دروازې په سيمه کې هغه وخت رامنځته شوه چې د پوليسو د رنجر  موټر په واټ کې په ښخ کړي شوي ماين وخوت.
درويش زياته کړه چې په دې پيښه کې درې تنه پوليسان شهيدان او دوه تنه نور يې ټپيان شوي دي او د هغو د سپرلۍ رنجر موټر په بشپړه توګه ويجاړ شوى دى.
خبرځاى وويل چې په دې پيښه کې د يوه ټپي پوليس روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته