امنیت

درې تنه پوليسان په فراه کې شهيدان شول

کابل باختر د لړم اتمه :
د فراه ښار د لومړۍ حوزې آمر له دوو تنو سرتيرو او يو ملکي وګړي سره تېره شپه د فراه ښار په مربوطاتوکې د دښمن په کمين کې شهيدان شول .
  د فراه د امنيې قوماندانۍ وياند محب الله محب دباختراژانس سيمه ئيز خبريال ته وويل چې اختر محمد او دوه تنه ساتوونکي يې په فراه ښار کې د ګزمې په بهير کې د دښمن له کمين سره مخامخ شول او شهيدان شول.
په دې جګړه کې يو ملکي وګړى هم شهيد شو .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته