امنیت

درې تنه پوليسان د دوو چاودنو له امله ټپيان شول .

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٧
په خوست ښارکې نن د دوو پرله پسې چاودنو له امله درې تنه پوليسان ټپيان شول.
دغه  چاودنې نن له غرمې مخکې دلسو بجو په شاوخوا کې دسرګردان چوک په ساحه کې  رامنځته شوې .
له لومړى چاودنې وروسته امنيتي ځواکونه دپيښې سيمې ته ور ودانګل چې دويمه چاودنه وشوه.
دخوست ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمرمحمديعقوب دغه چاودنې تائيدې کړې خو د سر د زيان  په باب يې  بې خبري څرګنده کړه .
دخوست يو روغتيايي مسوول باختر آژانس ته وويل  :  چې ددغو چاودنو له  امله درې تنه پوليسان ټپيان شول.
په همدې حال کې عيني شاهدان وايي په  ددغو پيښو له امله د پوليسو يو منسوب ووژل شو او پنځه تنه نوريي ټپيان  شول .
دخوست پوليس وايي بمونه  په بايسکل کې ځاى پرځاى شوي  وو .
سيمه ييز مسوولين طالبان  ددغو  بمي بريدونو مسوول بولي او وايي امنيتي ځواکونو ددغو پيښو دعاملينو دپيژندلو او نيولو لپاره پلټنې پيل کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته