درې تنه په کابل کې ووژل شول

کابل / د غبرګولي١٦مه / باختر
په کابل کې نن په دوو جلا جلا پېښو کې د دوو پوځي منسوبانو په ګډون درې تنه
ووژل شول.
د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند فردوس فرامرزباخترآژانس ته وويل ؛ دوه پوځيان ذبيح الله او سميع الله نن سهار د ناپېژاندو وسله والو کسانو له خوا د کابل ښار د اتمې ناحيې د معيوبينو په ښارګوټي کې ووژل شول.
فرامرز وويل د دريم کس هويت تر اوسه پوري معلوم نه دى او پېښه د امنيتي ګډ ټيم ترڅېړنې لاندې دى.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستيو مياشتو کې هدفمند ترورونه په بې ساري ډول په مرکز اولايتونو کې زيات شوي دي.
دغه راز تېرماښام هم د قندهار د ښاري ابتداييه محکمې يو غړى کله چې د لمانځه له ادا کولو وروسته د کور په لور روان ، د ناپيېژاندو وسله والو کسانو له لورې ووژل شو.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته