امنیت

درې تنه په فراه کې د تروريستي فعاليتونوپه تور ونيول شول

کابل باخترد وږي دمياشتې  ١٢  :
دملي اردو ځواکونو  پرون  درې   تنه تروريست طالبان  د فراه ولايت کې  په مربوطاتو کې  ونيول .
دملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفتر باخترآژانس  خبرورکړ.  دغه درې تنه هغه وخت ونيول شول  چې  دفراه ولايت دبکواه ولسوالۍ  ته  دورانکارو فعاليتونو لپاره استول شوي وو او له  هغوى څخه   ددرندو  وسلو يوه اندازه مهمات ، چاوديدونکي توکي  او يو موټرسايکل ترلاسه شوي دي .
ديوبل خبرله مخې :  دوسله والو طالبانو يو قوماندان دننګرهار ولايت دغني خيلو ولسوالۍ په مربوطاتوکې  دملي اردو دځواکونو په خاصو عملياتو کې  له دريو سپکو وسلو او دوو   موټرسايکلونو سره ونيول شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته