درې تنه په فراه کې د انسان تښتوونکوله منګولوڅخه آزاد کړاى شول
کابل باختر دتلې دمياشتې ٢٧ :
د يوه ماشوم په ګډون درې تنه چې څو ورځې مخکې په فراه کې تښتول شوي وو؛ نن ددغه ولايت د امنيتي ځواکونوله خوا د انسان تښتوونکو له منګولو څخه آزاد کړاى شول.
د فراه والي محمدعمر شيرزاد د باخترآژانس خبريال ته وويل: يو نهه کلن ماشوم د نيمکرغه لوى اختر په څلورمه ورځ د انسان تښتوونکوله خوا د فراه ښار د پنځمې ناحيې په مربوطاتوکې خپل کور ته له نږدې ساحې څخه تښتول شوى و او امنيتي ځواکونو د عملياتوپه بهيرکې د امنيتي ځواکونو له خوا د دغه ولايت د بالابلوک ولسوالۍ د شيران په کلي کې د انسان تښتوونکوله منګولو څخه آزاد کړاى شول .
شيرزاد وويل: له دغه ماشوم سره يو ځاى دوه تنه نورچې پخوا دانسان تښتوونکو له خوا تښتول شوي وو؛ هم په دې سيمه کې آزاد شول او د انسان تښتوونکي له سيمې څخه په تيښتې بريالي شول .
د فراه ولايت د ملي امنيت رييس جنرال نجيب الله وويل: انسان تښتوونکو ددغه ماشوم د خلاصون په بدل کې اته مليونه افغانۍ غوښتې وې.
آزاد شوي کسان د دغه ولايت د دولتي مقاماتو او مخورو په وړاندې خپلوانو ته يې وسپارل شول.