امنیت

درې تنه پاکستاني طالبان په نورستان کې ووژل شول او يو تن بل ټپى شو .

کابل باختر دمرغومي پنځلسمه :
  درې تنه پاکستاني طالبان  نن په نورستان ولايت کې  دافغانستان  له سرحدي ځواکونوسره  په نښته کې ووژل شول .
دغه جګړه په کامديش ولسوالۍ کې هغه وخت ونښته چې  يوې ډلې يرغلګرو د ډيورند له کرښې اخوا څخه  دسرحدي پوليسو  دسرتيرو  دسپرلۍ په کاروان ډزې وکړې .
دافغانستان په ختيځ کې دسرحدي پوليسو  يوه جګپوړى قوماندان  باختراژانس ته خبر ورکړ ، چې په دې نښته کې درې تنه پاکستاني طالبان ووژل شول  اويو تن بل يې  ټپى شو .
ده وويل  چې په دې پيښه کې  پوځيانواوملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته