درې تنه وسله وال مخالفين په ميدان وردګو کې ووژل شول

کابل باختر آژانس دوږى٢٨
دميدان وردګو ولايت په مربوطاتو کې دتندر دعملياتو په دوام کې  درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نوريې ونيول شول.
دغه کسان پرون ددغه ولايت دنرخ ولسوالۍ په اړوندو کليو وژل شوي دي.
باختر آژانس ته د٢٠٣ دتندرقول اردو ديو مسوول محمد داوود دڅرګندونو له مخې: دغه عمليات ددغې ولسوالۍ دنا امنو کليو پاکول په مقصد دميدان وردګو په ولايت کې پيل شوى دى او عمليات هم دوام لري
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته