امنیت

درې تنه وسله وال مخالفين د تروريستي فعاليتونو د ترسره کولو په وخت کې ووژل شول

کابل باختر دورې دمياشتې ٥ : دملي دفاع وزارت خبرځايونه وايي: درې تنه وسله وال طالبان پرون په هلمند ولايت کې د ملي اردو د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې ووژل شول. وژل شوي کسان هغه کسانو وو چې دهلمندولايت د سنګين ولسوالۍ په مربوطاتو کې په زياترو تروريستي او ورانکارو فعاليتونوکې فعال رول درلود. په دغو عملياتوکې دوه تنه نور وسله وال مخالفين ټپيان شوي دي. دملي دفاع وزارت د ويندوى د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې ويل شوي دي: په دغو عملياتوکې يوه اندازه وسلې او درانده جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي. ديوبل خبرله مخې: د وسايطو ضد پنځه شپيته ماينونه چې د وسله والو مخالفينو له خوا د يولړ تروريستي او ورانکاروعملونو د ترسره کولو په خاطر د هيواد په بېلابېلو سيموکې ځاى پرځاى شوي و، دملي اردو د امنيتي فعاليتونو په بهيرکې کشف اوشنډکړاى شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته