درې تنه وسله وال غله په کابل کې ونيول شول
کابل باخترد وري دمياشتې ٢٧ :
درې تنه وسله وال غله نن دکابل دپوليسو له خوا دکابل ښار د دريمې ناحيې په مربوطاتو کې ونيول شول.
دکابل د ١٠١ اسمايي زون دقوماندانۍ ويندوى حشمت الله ستانکزي دباخترآژانس خبريال ته وويل: نيول شوي کسان ماشومانو ته د واکسين د ورکولو په پلمه د دريمې حوزې په مربوطاتوکې يو کورته ننوتي وو او د يوې ميرمنې له ټپي کولو وروسته يې يوه اندازه سره زر اوقيمتي مالونه لوټ کړل.
ستانکزي وويل: د دريمې حوزې پوليسو دپيښې سيمې ته ورسيدل او درې واړه غله يې ونيول .