امنیت

درې تنه وسله وال غله ونيوله شول

کابل – باختر دتلې دمياشتې ١١
د سرپل ولايت پوليسو نن درې تنه وسله وال غله ونيول.
دغه وسله وال غله د امنيتي ځواکونو دعملياتو په بهيرکې ددغه ولايت په بلخ آب ولسوالۍ کې يوغل له پوليسو سره د نښتې په بهيرکې ټپي شوى دى .
دسرپل ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالروف تاج باخترآژانس ته وويل: نيول شويو کسانو د محمد حسين هاشمي په سر ګروپى د خلکو په ځورونه لاس پورې کول او د خلکو څاروي او نور مالونه يې غلا کول .
له غلو څخه دوه ميله وسلې هم ترلاسه شوې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته