-کابل باختر د زمري يو ويشتمه :
درې تنه وسله وال طالبان پرون په ګرديز ښار کې ووژل شول .
دپکتيا ولايت دامنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سردار ولي تبسم دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه مخالفان هغه وخت ووژل شول چې دګرديز ښاردابراهيم خيلو په سيمه کې په امنيتي پوستې بريد وکړ .
ده وويل ديوه قوماندان په ګډون ددوو تنومړي او ددښمن يو موټر دجګړې په ډګر کې پاتې دي
ده زياته کړه دغه راز ددغه بريد له امله درې تنه وسله وال طالبان ټپيان شول .
تبسم وويل چې ددغه بريد له امله افغان پوځيانو ته زيان نه دى اوښتى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ