امنیت

درې تنه وسله وال طالبان په ننګرهار کې ووژل شول

کابل باختر د مرغومي ديارلسمه :
په ننګرهار ولايت کې پرون دنښتو له امله ٣ تنه وسله وال طالبان  ووژل شول او ٢ تنه نوريې ټپيان شول .
په دغوجګړو کې  چې دحصارک ولسوالۍ په ځينو سيمو کې دځانګړوپوځي عملياتو په بهير کې  ونښتې؛ څه ناڅه ٩ تنه دوسله والو طالبانو په ډله کې دغړيتوب  په تور دامنيتي ځواکونو له خوا  نيول شوي دي .
دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند حضرت  حسين مشرقي وال  دباختراژانس  خبريال ته وويل چې په دغو يو ورځنيو ځانګړو عملياتو کې ٣ تنه وسله وال طالبان  ووژل شول او ٢ تنه نور يې ټپيان شول .
ده تاييد کړه چې پوځيانو ٩ تنه دوسله والو طالبانو  په ډله  کې دغړيتوب  په تور نيولي دي .
په دغو عملياتوکې چې دننګرهار ولايت دحصارک  ولسوالۍ د ځينوسيمو دپاکولو په مقصد ترسره شول دملي اردو او پوليسو او دملي امنيت په لسګونو تنو پوځيانو اوځانګړو ځواکونو ګډون کړى و .
دننګرهار  پوليس وايي  چې ددغو عملياتو  په پاى کې څو کلي  دتروريستانوله شتون څخه پاک شوي دي او هم پوځيانو دتروريستانو له ډلو څخه په لسګونو سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته