امنیت

درې تنه وسله وال طالبان په ننګرهار ولايت کې ووژل شول

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٢٢
درې تنه تروريست طالبان په ننګرهار ولايت کې د امنيتي ځواکونو په چاڼيزو عملياتوکې ووژل شول .
د ملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: درې تنه تروريست طالبان چې د ننګرهار ولايت د چپرهار ولسوالۍ په مربوطاتوکې په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو؛ دامنيتي ځواکونو په چاڼيزوعملياتوکې  ووژل شول.
دغه راز په عملياتوکې شاملو ځواکونو په دې ولسوالۍ کې د يوې تروريستي پيښې مخه ونيوله چې په چاوديدونکو توکوبار هينو ډوله موټر چې تروريستانو غوښتل له هغه څخه  په تروريستي بريدونوکې استفاده وکړي؛ شنډکړ.
دغه راز دملي اردو دځواکونو دچاڼيزو عملياتو په بهيرکې دقندهار ولايت دميوند ولسوالۍ په مربوطاتوکې يو تروريست طالب ووژل شو او دوه تنه نور تروريستان ټپيان شول .
په دغو عملياتوکې يوه اندزه وسلې، د درندو وسلو مهمات او پوځي تجهيزات هم ترلاسه شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته