امنیت

درې تنه وسله وال طالبان په قندهار کې ووژل شول .

کابل باختر د مرغومي اووه ويشتمه :
دقندهار ولايت  دميوند ، ميانشين  او دژيړي  دولسواليو  په مربوطاتو کې په چاڼيزو عملياتو کې درې تنه  وسله وال طالبان  ووژل شول .
دقندهار ولايت وياند صميم خپلواک دباختراژانس  خبريال ته وويل  دغه عمليات دملي اردو دځواکونو له خوا دقندهار ولايت  دميوند ، ميانشين او دژيړي  دولسواليو  په اړوندوسيمو کې ترسره شول چې له امله يې  درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
يوه اړونده خبرځاى وويل چې ددغو عملياتو په بهير کې دوسايطو ضد څلور ماينونه هم دملي اردو دځواکونولاس ته ورغلي دي .
  دغه عمليات ددغو ولسواليو دناامنوساحو دپاکولو په مقصد  دملي اردو د ځواکونو له خوا پيل شوي دي او په بشپړه توګه دطالبانو له شتون څخه ددغوساحو تر پاکولو پورې  دوام کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته