امنیت

درې تنه وسله وال طالبان په غور ولايت کې ووژل شول .

کابل باختر د غبرګولي  نهه ويشتمه :
دغور ولايت په دولت يار ولسوالۍ کې دسيمه ئيزو پوليسو دځواکونو او طالبانو ترمنځ  نښته کې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دغور ولايت په دولت يار ولسوالۍ کې دپنځوس کسيزوسيمه ئيزو پوليسو قوماندان صالح محمد دباختراژانس خبريال ته وويل: دغه جګړه نن دسيمه ئيزو پوليسو دځواکونو او طالبانو ترمنځ له هغه وروسته ونښته چې وسله والو طالبانو غوښتل ددولت يار ولسوالۍ په مربوطاتو کې دسيمه ئيزو پوليسو په پوستو بريدونه وکړي .
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونوله مخې:  ددغو نښتو په بهير کې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده زياته کړه  :په دې پيښه کې امنيتي ځواکونو ته دسرزيان نه دى اوښتى .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته