درې تنه وسله وال طالبان په بدخشان کې ووژل شول .
کابل باختر د ثور پنځه ويشتمه :
دبدخشان ولايت په وردوج ولسوالۍ کې دسيمه ئيزو پوليسو او دوسله والوطالبانو تر منځ نښته کې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دوردوج ولسوال دولت محمد خاور باختراژانس ته وويل چې جګړه تيره شپه ونښته چې له امله يې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده وويل چې په دې پيښه کې درې تنه سيمه ئيز پوليسان برسيرن ټپيان شوي دي چې له درملنې وروسته بيا په خپلو دندو تنظيم شوي دي .
دوردوج ولسوال وايي چې په دغې ولسوالۍ کې دسيمه ئيزو پوليسو د ټولگي په جوړيدو سره امنيتي حالت مخ په ښه والي دى او دسيمې خلک هم له سيمه ئيزو پوليسو سره ښه همکاري کوي .