امنیت

درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختر دسلواغي  شپږمه
دکورنيو چارو وزارت خبرځايونه وايي: درې تنه وسله وال طالبان د امنيتي ځواکونو د چاڼيزو عملياتو په  بهيرکې ووژل شول .
دکورنيوچارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: افغان امنيتي ځواکونو په تيرو ٢٤ساعتوکې د ننګرهار، لغمان، قندهار، زابل، غزني او دهلمند د ولايتونو په مربوطاتوکې د ډار اچوونکو د ځپلو په مقصد يو لړ چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول؛ دوه تنه ټپيان او درې ويشت تنه نور يې ونيول شول .
دغه راز په دغو عملياتوکې يوه اندازه جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي .
ديوبل خبر له مخې:  د ملي پوليسومنسوبينو د وسايطو ضد درې ماينونه چې د وسله والومخالفينو له خوا دتروريستي او ورانکارو فعاليتونو په مقصد د پکتيا او د هرات د ولايتونو په مربوطاتوکې نوى ښخ کړى شوي و؛ ترلاسه او شنډ کړل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته