امنیت

درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول.

کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ٢٥
په فارياب ولايت کې د وسله والو طالبانو او دملي اردو د ځواکونو ترمنځ  نښته  کې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دملي اردو دوه تنه سرتيرۍ ټپيان شول .
په فارياب کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو د لومړۍ  لوا ويندوى جګړن محمد رضا باختر آژانس ته وويل :  دغه جګړه تيره شپه دفارياب ولايت دقيصار ولسوالۍ دتيمور کپريک سيمه کې هغه وخت ونښته  چې دملي اردو دځواکونو يوه قطعه دسړک دامنيت دتامينولو او ګزمې لپاره  وتلې وه .
ده وويل :  ددغې نښتې په بهير کې دوسله والو طالبانو يو موټر سايکل  هم سوځيدلى دى .
خبرځاى  زياته کړه  چې دملي اردو  ټپي سرتيري دميمنې ملکي روغتون ته ليږدول شوي او د روغتون د چار واکو دڅرګندونو له مخې د يو تن ټپي  روغتيايي حالت خراب  دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته