امنیت

درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٢٤ :
درې تنه وسله وال طالبان تيره شپه په سرپل ولايت کې له پوځيانو سره د نښتې په بهيرکې ووژل شول.
دغه جګړه د کوهستاناتو ولسوالۍ بازار ته څېرمه هغه وخت ونښته چې يوې ډلې يرغلګرو د پوځيانو د ګزمې په کاروان بريد وکړ.
د سرپل ولايت يوه سيمه ييز مسوول دباختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې نښته کې درې تنه وسله وال  طالبان  وژل شوي دي .
د ده د څرګندونوله مخې: يرغلګر د سر د زيان له زغملو وروسته له ساحې څخه  تيښتې ته اړ کړاى شول .
ويل کيږي چې په دې نښته کې ملکي وګړو او پوځيانو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته