امنیت

درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختر دمرغومي دوه ويشتمه :
د افغان امنيتي ځواکونو په هغو عملياتوکې چې په تيروڅليرويشتوساعتوکې د هيواد په بېلابېلو سيموکې ترسره شول؛ درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ: افغان امنيتي ځواکونو د جګړه مارانو له شتون څخه د سيمو دپاکولوپه مقصد د لغمان ، بغلان ، کندز ، قندهار او د هلمند د ولايتونو په  مربوطاتوکې ګډ چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې درې تنه جګړه مارطالبان ووژل شول او دوه تنه نور طالبان ونيول شول .
په دغو عملياتوکې يوه اندازه پوځي وسايل او تجهيزات هم ترلاسه شوي دي . ديوبل خبرله مخې: د وسايطو ضد اوولس ماينونه چې نوى د وسله والومخالفينو له خوا د خوست ، ارزګان ،  زابل ، قندهار او د کاپيسا د ولايتونو په مربوطاتوکې ښخ کړى شوي و؛ د ملي پوليسو  د امنيتي دندو د ترسره کولو په بهيرکې کشف او شنډشول.
دغه راز  پوليسو په کابل کې څلورتنه د وژنې، غلا او د نشه يي توکو د قاچاقو په اړوند د کابل ښار د پنځمې، اوولسمې او د اتمې امنيتي حوزې په مربوطاتوکې ونيول

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته