امنیت

درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول.

کابل –  باختر دتلې دمياشتې ١٧
دقندهارولايت  په ارغنداب  ولسوالۍ کې دناټو دجنګي  الوتکوپه بريدکې  درې تنه وسله وال طالبان  و وژل شول او درې تنه نور يې ټپيان شول .
دارغنداب ولسوال حاجي شاه محمد احمدي باختر آژانس ته وويل :   دغه عمليات چې دناټو دځواکونو له خوا د ارغنداب ولسوالۍ د ناګهان او  تانکري سيمو کې ترسره شول  چې  له امله يې درې تنه وسله وال طالبان  ووژل شول او درې تنه ن ورېې ټپيان شول .
احمدي زياته کړه، دناټو ځواکونو دغه راز په دغو عملياتو کې دوه تنه نور طالبان يې  ونيول او له ځان  سره  بوتلل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته