امنیت

درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور تنه نور يې ټپيان شول .

کابل باختر د مرغومي اووه ويشتمه :
دوسله والو طالبانو دډلې  ديوسرګروپ  په ګډون درې تنه وسله وال طالبان پرون  په سرپل کې  ووژل شول او  څلور تنه نور طالبان  ټپيان شول .
دغه کسان  هغه وخت ووژل شول  او ټپيان شول  چې  دسرپل ولايت  په مرکز بلغلي  کلي کې  دپوليسو  په امنيتي پوستې بريد وکړ .
دسرپل ولايت  امنيه قوماندان پاسوال  نور حبيب ګلبهاري دباختراژانس خبريال ته وويل  چې په دې نښته کې دپوليسو يوسرتيرى ټپي شوي  او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
څه موده مخکې هم وسله والو طالبانو  په سرپل  ښار کې  ورته بريد ترسره کړي و  چې دسر دزيانونو په زغملو سره  تيښتې  او په شاتګ ته اړ شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته