درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او اته تنه نور ټپيان شول .

کابل باختر  دتلي نولسمه :
په ارزګان ولايت کې تيره شپه په يوه نښته کې  درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او اته تنه نور ټپيان شول .
دغه جګړه دارزګان ولايت دکيزاب ولسوالۍ په مالزي کلي کې هغه وخت ونښته چې داردو او دپوليسو منسوبينو  دوسله والو طالبانو په يوه پټنځي بريد وکړ .
دارزګان په ولايت کې دملي اردو يوه قوماندان د باختراژانس خبريال ته وويل چې په دې جګړه کې  درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او اته تنه نور يې ټپيان شول .
  ويل کيږي چې په دې جګړه کې پوځيانو دوسله والو طالبانو څوجنګي وسايل هم ترلاسه کړي دي .
داردو ددغه قوماندان دڅرګندونو له مخې، په دې نښته کې پوځيانو او ددغه کلي  اوسيدونکو ته دسرزيان نه دى اوښتى .   ختم_ ف _ اکرم
دروسيې  دعدليې وزارت ددغه هيواد دبشر دحقوقو دخپلواک ادارې دفعاليت دځنډولو غوښتنه وکړه .
٢٦-مسکو  باختر  دتلي نولسمه :
دروسيې دعدليې وزارت ددغه هيواد له سترې محکمې څخه غوښتنه کړې ده چې ددغه هيواد دبشر دحقوقو دخپلواکې ادارې فعاليت وځنډوي.
دروسيې  سترې محکمې په خپله رسمي انترنټي پاڼه کې خبر ورکړى چې ټاکل شوې ده ددغه بنسټ دفعاليت دځنډولو په باب  اوريدونکي غونډه ددوشنبې په ورځ جوړه شي .
دروسيې دريانو ويستي او دانترفاکس خبري اژانسونو خبر ورکړ چې دعدليې وزارت دوه اوونۍ  مخکې ددغه ټولنيز بنسټ پر ضد دعوا اقامه وکړه  چې له ډيل پرته دمحکمې  له خوا ومنل شوه .
په خبر کې ددغې غوښتنې دانګيزې  په باپ څه نه دى ويل شوى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته