امنیت

درې تنه وسله وال طالبان دکندز په چار دره کې ووژل شول

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٧
دشاهين په نامه دملي اردو دځواکونو دهغو چاڼيزو عملياتو په بهير کې چې دکندز ولايت په چاردرې ولسوالۍ کې ترسره شول ، درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ : دغه عمليات چې دوسله والو مخالفينو له شتون څخه دچاردرې ولسوالۍ دپاکولو په مقصد څو ورځې مخکې پيل شوي و؛ په نوې پرمختياکې درې تنه وسله وال مخالفين په دغې ولسوالۍ کې وژل شوي دي او د دغې ډلې يو شمېر کسان ټپيان او يو شمېر نور هم ونيول شوي دي .
په دغو عملياتو کې يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي.
ديوبل خبرله مخې:  د بادغيس ولايت دقادس ولسوالۍ په مربوطاتو کې د طوفان
( نبرک ) په نامه د ملي اردو د ځواکونو د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې يو وسله وال طالب ووژل شو او دوه تنه نورطالبان ټپيان شول.
په دغو عملياتوکې يوه اندازه وسله  او د درندو وسلو مهمات هم ترلاسه شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته