کابل – باختر د لړم دمياشتې١٦
درې تنه ملکي وګړي نن سهار د زابل ولايت په ميزان ولسوالۍ کې د طالبانو په ډزو کې ټپيان شول.
د زابل ولايت د پوليسو يوه مقام باختر آژانس ته وويل : طالبانونن سهار ددغه ولايت دميزان ولسوالۍ په مربوطاتو کې دملکي وګړو دسپرلۍ په موټر ډزې وکړې چې له امله يې درې تنه ملکي وګړي ټپيان شول.
ده وويل:ديوه ټپي روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى.
0 د یوې دقیقې څخه لږ