امنیت

درې تنه ماين ښخوونکي ووژل شول

کابل باختر دغويي دمياشتې ١٥ نيټه :
درې تنه ماين ښخوونکي طالبان په روزګان ولايت کې د پوځيانو په ډزو کې ووژل شول .
دغه ماين ښخوونکي نن سهارکله يې چې غوښتل دخاص روزګان ولسوالۍ  په لويه لاره کې ماين ښخ کړي د پوځيانو په ډزو کې ووژل شول.
د هېوادپه  جنوب کې د ملي اردو يوه قوماندان باخترآژانس ته وويل چې؛ د پوځيانو په دغو ډزو کې درې تنه ماين ښخوونکي طالبان ووژل شول.
ده وويل ؛ طالبانو غوښتل د ماين په ښخولو سره په ملکي وګړو خونړى بريد وکړي  خوبريالي نه شول.
په افغانستان کې طالبان په ګڼ ميشتو لارو کې د ماينونو او بمونو په ښخولو لاس پوري کوي چې له امله يې زياتره ملکي وګړي قرباني کېږي. پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته