درې تنه ماين ښخوونکي ونيول شول
کابل باختردمرغومي دمياشتې ٣ :
دملي اردو منسوبينو نن درې تنه وسله وال مخالفين په قندهار ولايت کې د ماين دښخولو په وخت کې لاس په لاس ونيول او يوه زياته اندازه وسلې اومهمات يې ترلاسه کړل.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته وويل: د ٢٠٥ اتل قول اردو منسوبينو درې تنه وسله وال مخالفين چې غوښتل يې د قندهار ولايت د ژيړۍ ولسوالۍ په مربوطاتو کې ماينونه ښخ کړي؛ لاس په لاس ونيول .
افغان امنيتي ځواکونو دقندهار ولايت په ژيړۍ ولسوالۍ کې دپرسونل ضد يوولس ماينونه، پنځه کيلوګرامه باروت ، ٣٢ کيلوګرامه کيمياوي توکي او اوه اويا بوري چرس دعملياتو په بهيرکې ترلاسه کړل .
د ژيړۍ ولسوالۍ په يوه بله سيمه کې له يوې اندازې مهماتو سره درې سپکې وسلې ، درې ماينونه او د ماين جوړولو يوه اندازه وسايل ترلاسه کړل .
ديوبل خبرله مخې: دپکتيا ولايت د وزي ځدران ولسوالۍ په مربوطاتوکې د ٢٠٣ تندر قول اردو منسوبينو دچاڼيزو عملياتو په بهيرکې يومشکوک ونيوه ، دوه کلاشينکوفونه ، يوه مخابره ، د موزاييلو دوه ماينونه اويوه اندازه مهمات ترلاسه کړل.
ديوبل خبرله مخې: دهلمندولايت دسنګين ولسوالۍ په مربوطاتوکې دماين دچاودنې له امله دملي اردو دوه تنه منسوبين ټپيان شول.