امنیت

درې تنه ماين ښخوونکي طالبان په لوګرکې ونيول شول

کابل – باختر د لړم دمياشتې ٩

د لوګر ولايت پوليسو درې تنه ماين ښخوونکي نن سهار ونيول.

د لوګر ولايت د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته د يوې اعلاميې په ليږلو سره ويلي دي: درې تنه ماين ښخوونکي چې غوښتل يې د دغه ولايت د محمد آغې ولسوالۍ د قلعه دشت واله په لاره کې ماين ښخ کړي؛ د لوګر ولايت د امنيې قوماندانۍ له تروريزم سره د مبارزې د مديريت د پوليسوله خوا ونيول شول.

ويل کيږي؛ نيول شويوکسانو په لومړنيوتحقيقاتو کې اعتراف کړى دى چې غوښتل يې د دغو ماينونو په ښخولو سره د دولتي ځواکونو وسايط وچوي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته