امنیت

درې تنه ماين ښخوونکي طالبان ووژل شول .

کابل باختر دوږي  ديارلسمه :
درې تنه ماين ښخوونکي طالبان  په ارزګان ولايت کې  دماين دچاودنې له امله ووژل شول .
دغووسله والو طالبانو  نن سهار  غوښتل د دهراود ولسوالۍ په يو واټ کې ماين ښخ کړي  چې ماين وچاوديد او دوى يې ووژل .
  دهېوادپه جنوب کې دملي اردو يوقوماندان باختراژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې  درې واړه ماين ښخوونکي طالبان ووژل شول .
ده وويل  وسله والو طالبانو غوښتل ددهراود ولسوالۍ  په يو واټ کې  ماين ښخ کړي .
په افغانستان کې وسله وال طالبان  زياتره  په ګڼ ميشتو لارو کې دماينونو او بمونو په ښخولولاس پورې کوي چې ملکي وګړي قرباني کېږي .
ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته