امنیت

درې تنه قومي مشران شهيدان شول

کابل باختر دکب دمياشتې  ٢١ :
درې تنه قومي مشران چې   دجمهوري رياست دلومړي مرستيال  مارشال محمد قسيم  فهيم دفاتحې اخيستلو په مراسمو کې يې  ګډون کړي وو، دوسله والو طالبانوله  خوا شهيدان شول.
دباختر آژانس  خبريال  خبر  راکړ . دفارياب ولايت امنيه قوماندان نن رسنيو ته وويل
دغه درې تنه قومي مشران  دفارياب ولايت دپښتون کوټ په ولسوالۍ کې  دفاتحې په مراسمو کې  له ګډون وروسته خپلو کورونو ته روان وو ،  چې دوسله والو طالبانوله خوا پرې بريد وشو او شهيدان شول.
دجمهوري رياست  نوماند ډاکتر عبدالله عبدالله وايي چې دغه درې تنه  دده دانتخاباتي کمپاين  نږدى همکاران وو.
نن دهيواد په ګوټ ګوټ کې په  زرګونو تنو هېوادوالو دجمهوري رياست دلومړي مرستيال مارشال محمدقسيم فهيم دفاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ او ارواښاد پاک روح ته يې دعا وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته