درې تنه قاضيان وستايل شول

کابل باختردتلې دمياشتې ٢٣ :
دمشرانو جرګي رييس فضل الهادي مسلميار دسناتورانو لطف الله بابا او دعارف الله پشتون په شتون دهيواد درې تنه قاضيان دملي شور اپه مقرکې ديوې غونډي په ترڅ کې وستايل .
دمشرانو جرګي مطبوعاتي دفتر باخترا ژانس ته  خبرورکړ په دې غونډۀ کې  په اسلام اوټولنه کې دقضا دمقام په باب رڼا واچولو او هيله يې وکړه  چې دبنديانو دنسبتي دوسيو دپړاونو په بشپړولو اوچټکتيا کې دې لازم اقدامات وشي  اوهم يې دلغمان ولايت داستيناف محکمې درييس قضاوتپوه سيدعالم نيکو، دننګرهار دلومړۍ ښاري حوزي دجزا دديوان درييس اومرستيال قضاوتمندنقيب الله محبوب  او دننګرهار ولايت دلومړۍ ښاري حوزي درييس قضاوتمند اميرزاده تسسل   کړه وړه  دستاين ليکونو په ورکولو سره وستايل او دغه ستاين ليکونه يې په رسمي ډول دافغانستان داسلامي جمهوريت سترې محکمې ته وليږل اودچارو په ترسره  کولو  کې يې دلوى  خداى  ج  له دربارڅخه د دوى دلازياتو برياليتوبونو هيله وکړه.
دغو قاضيانو دافغانستان له سنامجلس څخه دمننې دڅرگندونو په ترڅ کې   وويل دمشرانو جرګي دغه معنوي هڅونه دوى خلکو ته دخدمت په لاره کې له پخوا زيات هوډمن کوي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته