امنیت

درې تنه غله ونيول شول

کابل باختر دليندۍ دمياشتې ١٧
دبلخ ولايت د پوليسو ځواکونو تېره شپه درې تنه غله له يو کور څخه دغلا په وخت کې ونيول.
دبلخ ولايت د امنيې قوماندانۍ دجنايي جرمونو پرخلاف د مبارزې لوى مدير صلاح الدين سلطاني باختر آژانس ته وويل : نيول شوي کسانو کله يې چې غوښتل دمزارشريف په ښارکې له يو کور څخه مالونه غلا کړي؛ د امنيې قوماندانۍ دجنايي جرمونو پرخلاف د مبارزې دمديريت دپوليسو له خوا ونيول شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته