درې تنه طالبان په ښځينه جامو اوچادرې کې ونيول شول
دجلال آباد ښار باختردکب دمياشتې٢٨ نيټه :
درې تنه وسله وال طالبان په داسې حال کې چې ښځينه جامي او چادرۍ يې پر سر وي په ننګرهار ولايت کې ونيول شول.
دغه وسله وال طالبان پرون ناوخته د جلال آباد _ تورخم په لويه لاره کې د پوځيانو له خوا ونيول شول.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي د باخترآژانس خبريال ته وويل ؛ دغو طالبانو غوښتل چې د جلال آباد _ تورخم په لويه لاره يرغل وکړي خو هدف ته له رسيدو مخکې دپوځيانوله خوا ونيول شول.
د پوځيانوپه دغه ناڅاپي بريد کې وسله والوطالبانو ته د سر زيان اوښتى دى خو دقيق شمير يې نه دى معلوم .
د رارسيدلو خبرونو له مخې ؛ يرغلګرو له ښځينه جامو او چادريو څخه په استفادې سره غوښتل ځانونه امنيتي پوستو ته ورسوي چې هدف ته له رسيدو مخکې وپيژندل شول او ونيول شول. پاى سعيده ذ