اسعد آباد – باختر دتلې دمياشتې ٧
درې تنه وسله وال طالبان دکونړ ولايت په مرورې ولسوالۍ کې دپوليسو له ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول .
دکونړ ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخيل باختر آژانس
ته وويل : وسله والو طالبانو دکونړ ولايت د مرورې ولسوالۍ په مربوطاتو کې دپوليسو په ګزمې بريد وکړ چې له امله يې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شو
او دوه تنه نوريې ټپيان شول .
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې : ددغې نښتې په بهير کې دوه تنه پوليسان هم ټپيان شول چې د دوى روغتيايي حالت ښه بلل شوى دى.
0 د یوې دقیقې څخه لږ