درې تنه طالبان ووژل او دوه تنه نور يې ټپيان شول.

کابلباختردسرطان ١٥
دبدخشان ولايت په مربوطاتو کې تيره شپه له پوليسو سره دنښتې په بهير کې درې تنه وسله وال طالبان ووژل او دوه تنه نور يې ټپيان شول.
دغه راز په دې نښته کې يو پوليس شهيد او دوه تنه نور پوليسان ټپيان شول.
دبدخشان ولايت د بهارک ولسوال عتيق الله باختراژانس ته وويل : جګړه هغه وخت ونښته چې وسله والو طالبانو ددغې ولسوالۍ د خواجه ابدال په سيمه کې د ملي پوليسو په امنيتي پوستې بريد وکړ او له امله يې درې تنه طالبان ووژل او دوه تنه نور يې ټپيان شول.
خبرځاى زياته کړه، په دې نښتنه کې چې دوه ساعته يې دوام درلود يوپوليس شهيد او دوه تنه نور پوليسان ټپيان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته