درې تنه طالبان له ملي اردوسره په جګړه کې ووژل شول او اووه تنه نورټپيان شول
کابل باخترد وري دمياشتې ٢٥ :
په هرات کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ په نښتوکې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او اووه تنه نورټپيان شول.
د ٢٠٧ ظفر قول اردو دقوماندانۍ ويندوى نجيب الله نجيبي باخترآژانس ته وويل: دملي اردو د ځواکونو د شينډنډولسوالۍ د زيرکوه د سيمې دځينو برخو دپاکولو په مقصد عمليات ترسره کړل چې له امله يې درې تنه طالبان ووژل شول او اووه تنه نوريې ټپيان شول.