امنیت

درې تنه زده کوونکې نجونې د ماين د چاودنې له امله ټپيانې شوې

کابل باختر  دجوزاد مياشتې ٤ :
درې تنه زده کوونکې نجونې نن په تخار ولايت کې دماين دچاودنې له امله ټپيانې شوې.
دپوليسو مقامات وايي : دغه ماين په يو موټر سايکل کې ځاى پرځاى شوى و چې
هدف يې دپوليسو موتر و.
دتخار ولايت  دامنيه قوماندانۍ ويندوى عبدالخليل اسير دباخترآژانس خبريال ته
وويل:  په دې چاودنه کې چې ددغه ولايت په مرکز په تالقانو ښار پورې اړونده سيمه کې وشوه؛ درې تنه  زده کوونکې نجونې ټپيانې شوې .
اسيروويل چې چاودنه دنجونو يوه ښوونځي ته څيرمه شوې ده چې په ښکاره هدف
يې په دغه ځاى کې د پوليسو يو موټر و .
د روغتون مسوولو مقاماتو د ټپيانو روغتيايي حالت مخ  په  ښه  والي بللى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته