کابل – باختر دکب دمياشتې ٣
درې تنه پرون په بغلان ولايت کې دکورني تاوتريخوالي له امله ووژل شول.
د بغلان ولايت دپل حصار ولسوالۍ د نوبهار دنظرخيلو په کلي کې دکورني تاوتريخوالي له امله دوه ورونه دخپل کاکا د زوى له خوا ووژل شول او دمقتولينو مور قاتل هم و واژه .
ديوبل خبرله مخې : يو پوليس تيره شپه د بغلان ولايت د دوشي ولسوالۍ په مربوطاتو کې ددولت له وسله والو مخالفينو سره په نښته کې شهيد شو.
0 د یوې دقیقې څخه لږ