کابل – باختر د وږي دمياشتې ٣١
دبدخشان ولايت دملي امنيت د رياست موظفينو پرون درې تنه د ډار اچوونکو بريدونو ترسره کولو په تور ونيول.
دبدخشان ولايت دتګاب ولسوال نصرت الله نايل باختر آژانس ته وويل: دغو کسانو چې څو ورځې مخکې له چاوديدونکو توکو بار موټرسايکل يې ددغه ولايت دتګاب د ولسوالۍ او د امنيه قوماندانۍ ودانيو ته څيرمه چولي و؛ دملي امنيت دمنسوبينو له خوا ونيول شول.
نايل زياته کړه: ددغې چاودنې له امله چاته زيان نه ورسيدلى. ويل کيږي دغه کسان اوس دبدخشان ولايت دملي امنيت په رياست کې ترتحقيق لاندې دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ