امنیت

درې تنه ديو ځانمرګي بريد دطرحه کولو په تور ونيول شول

کابل – باختر دوږي دمياشتې ٣٠
دملي امنيت موظفينو په بدخشان ولايت کې درې تنه دځانمرګي بريد دطرحه کولو په تور ونيول.
دملي امنيت د ادارې مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره وويل :  دميرزامحمد، فيض الله او  دسيف الدين په نومولو درې تنه  چې دبدخشان ولايت دتګاب ولسوالۍ په مربوطاتو کې يې دځانمرګي بريد نيت درلود دملي امنيت دموظفينو له خوا ونيول شول  .
ديوبل خبرله مخې :   دملي امنيت دلوى رياست موظفينو په بدخشان  ولايت کې يو تن چې ددغه ولايت له دولتي ادارو څخه دپټو اطلاعاتو او معلوماتو په راټولولو بوخت و نيولى دى .
قضيې تر زياتې څيړنې او تحقيق  لاندې  دي  .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته