امنیت

درې تنه دنشه يي توکو د قاچاقو په تور ونيول شول

کابل باختر دکب شپږمه :
په زابل ولايت کې پرون درې تنه د نشه يي توکو د قاچاقوپه تور د امنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول.
دغه کسان چې غوښتل يې دوه سوه اته کيلوګرامه اپين او پنځلس کيلوګرامه هيروئين له جلال آباد ښارڅخه قندهارته وليږدوي؛ د امنيتي ځواکونوله خوا وپيژندل شول او په قلات ښارکې ونيول شول.
د زابل ولايت امنيه قوماندان جنرال غلام سخي روغ ليونى باخترآژانس ته وويل چې له نيول شويوکسانو څخه دوه سوه درې ويشت کيلوګرامه هيروئين اواپين له دوو مازدا موټرو سره د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته