درې تنه تروريستان په قندهار کې ونيول شول .

کابل باختر د چنګاښ دولسمه :
درې تنه تروريستان دملي امنيت دځواکونو له خوا په قندهار ولايت کې ونيول شول .
دقندهار ولايت دملي امنيت درياست يوه خبرځاى دباختراژانس خبريال ته وويل: دغه کسان دقندهار ولايت دشاه ولي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې کله چې ديولړ تروريستي بريدونو په پلان جوړولو بوخت وو دملي امنيت دځواکونو له خوا ونيول شول .
يوه اړونده خبرځاى وويل :دغه کسان چې په قندهار ولايت کې دتروريستي او ورانکارو بريدونو او دبيګناه خلکو په وژنه کې لاس درلود دملي امنيت دځواکونو له خوا ونيول شول .
خبرځاى زياته کړه دغه کسان دهلمند ، روزګان او دقندهار دولايتونو اصلي اوسيدونکي دي او تر تحقيق لاندې دي .