درې تنه انسان تښتوونکې ونيول شول .
کابل باختر دوږې اوومه :
دنيمروز پوليسو په دغه ولايت کې درې تنه دانسان تښتونې په تور ونيول .
دنيمروز ولايت دامنيې قوماندانۍ دجنايي جرمونوپرخلاف دمبارزې مدير دباختراژانس خبريال ته وويل : دغوکسانو پخوا په زرنج کې تروريستي عملونه ، غلا او انسان تښتوونه ترسره کوله چې دانسان تښتونې په وخت کې دپوليسو له خوا ونيول شول .
نيول شويو کسانو په لومړنيو تحقيقاتو کې په خپلو جرمونو اعتراف کړى دى .