کابل باختر د تلي شپاړسمه :
ديو کورنى ساختماني شرکت درې تنه انجنيران نن سهار په ميدان وردکو ولايت دماين دچاودنې له امله شهيدان شول .
دميدان وردګو دامنيې قوماندانۍ ويندوى عبدالولي نورزي باخترآژانس ته وويل دغه انجنيران کله چې په يوکرولا موټر کې دخپلو دندو په لور روان و دسپرلۍ موټر يې دنرخ ولسوالۍ دده پاک په سيمه کې په واټ کې په ښخ کړاى شوي ماين وخوت او شهيدان شول .
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې دغه انجنيران ديوې ساختماني شرکت دقرار داد مسووليت چې د دفاع د وزارت له خوا هغوى ته سپارل شوي و په غاړه درلود .
0 د یوې دقیقې څخه لږ